د افغانستان بانک د موخو، دندو او عمومي پالیسیو په اړه ننګرهار ولایت کې د روښان لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۴
د افغانستان بانک د موخو، دندو او عمومي پالیسیو په اړه ننګرهار ولایت کې د روښان لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

۱۴۴۵ شعبان المعظم ۲۴ -  د افغانستان بانک پلاوي، چې د بانکي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ د ترویج په موخه یې د یوې ولسي غونډې جوړولو په پار د ختیځ زون ننګرهار ولایت ته سفر کړی وو، د خپل سفر په ترڅ کې د روښان لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو ته د افغانستان بانک د موخو، دندو او عمومي پالیسیو د معرفي کولو لپاره روزنیز سیمینار جوړ کړ. په دې سیمینار کې شاوخوا ۳۰۰ محصلینو برخه اخیستې وه.

د سیمینار په پیل کې د روښان لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ښاغلي توریالي همت د افغانستان بانک پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په بیلابیلو برخو کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ نرخ د ثبات ستاینه وکړه. هغه له محصلينو څخه وغوښتل چې د افغانۍ د ترويج سفيران شي او په خلکو کې يې د ملي هويت په توګه ترویج کړي او د سمې ساتنې لپاره يې هڅې وکړي.

ورپسې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ آمر ښاغلي دوکتور محمد یوسف سلیم له علمي ادارو او مؤسسو سره د اړیکو ټینګولو او ساتلو پر اهمیت خبرې وکړې او د عامه ذهنونو په روښانولو او ذهنیت جوړولو کې یې د تحصیلي ارګانونو رول مهم وباله. هغه له استادانو او محصلینو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ ترویج لپاره د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

د دغه سيمينار په بله برخه کې د مالي خدمتونو د پراختيا آمریت معاون ښاغلي خالد واحدي مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د آسانه او باکيفيته مالي تمويل کڅوړو په ترلاسه کولو سره د کوچنيو او منځنیو تشبثاتو پيلولو پر اهمیت خبرې وکړې او د دې ډول سیمینارونو جوړول یې د حکومتي ادارو د مسؤلینو او محصلينو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یوه ښه لاره وګڼله او دوام يې د مالي خدمتونو د پراختيا لپاره مهم وباله.

په دې غونډه کې د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې آمریت معاون ښاغلي شاه پور میاخیل او د مالي ثبات کمیټې مدیر ښاغلي عبدالحسیب امانت د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو فعالیتونو د میکانیزه کولو او د بانکي سکتور ښه والي په تړاو معلومات وړاندې کړل او په دې برخو کې یې د افغانستان بانک د اغیزناکو کړنو په هکله ډاډ ورکړ.

د دې سیمینار جمع بندي د ختیځ زون سیمه ییز اقتصاد پوه ښاغلي تاج محمد تمکین ترسره کړه او په اغیزناکه توګه د پولي سیاستونو او ګټورو پلانونو د تطبیق، د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د اسعارو پر وړاندې یې د ثبات په برخه کې د افغانستان بانک د امکاناتو څخه ډاډ ورکړ او د محترمو محصلینو او استادانو څخه یې وغوښتل چې په ختیځ زون کې د افغانۍ ترویج او د راکړو ورکړو پر مهال د افغاني بانکنوټونو سمې ساتنې ته د پاملرنې په برخه کې خپل رول ولوبوي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر