د افغانستان بانک له مرکز، ځتیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۷:۷
د افغانستان بانک له مرکز، ځتیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶ جمادي الثاني ۱۵مه - د افغانستان بانک د خلکو لپاره په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ۸۴۰،۶۵۰،۰۰۰  (اته سوه څلویښت میلیونه شپږ سوه پنځوس زره) افغانیو په ارزښت له مرکز، ځتیځ زون (ننګرهار) او جنوب ختیځ زون (ګردیز) څخه راټول شوي د افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول.

دا بانکنوټونه د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مُلا محمد آخند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول. په دې بانکنوټونو کې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مُلا محمد آخند د افغاني بانکنوټونو د سمې ساتنې او کارَونې په برخه کې د هېوادوالو همکاري مهمه وګڼله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د افغانۍ د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه د مخنیوي په برخه کې له پاملرنې څخه کار واخلي، د سمې ساتنې په موخه یې بټوې وکاروي او په غوړو او ککړو لاسونو يې له کارولو څخه ډډه وکړي ځکه چې په بیا ځلې چاپولو یې ډېر لګښت راځي.

د یادونې وړ ده چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا په مخصوصو بټیو کې په یو وار وسوځول شول.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر