د افغانستان بانک د یو خبري کنفرانس له لارې خپلې د ۱۴۰۱ کال بنسټیزې کړنې او لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې کړې

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۴:۰
د افغانستان بانک د یو خبري کنفرانس له لارې خپلې د ۱۴۰۱ کال بنسټیزې کړنې او لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې کړې

۱۴۴۴د رمضان المبارک ۱۴- د افغانستان بانک د روڼتیا او حساب ورکونې د اصل په پام کې نیولو سره نن د یو خبري کنفرانس له لارې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د ۱۴۰۱ مالي کال بنسټیزې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو او د هغوی له لارې له درنو هېوادوالو سره شریکې کړې.

په پیل کې د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد د افغانستان بانک د موخو، ماموریت او بنسټیزو دندو په تړاو خبرې وکړې او ۱۴۰۱ مالي کال یې د افغانستان بانک لپاره د لاسته راوړنو کال وباله.

ښاغلي سداد زیاته کړه چې د احصائیې او مالوماتو د ملي ادارې د وروستیو شمېرو پر بنسټ د انفلاسیون نرخ د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې ۳.۵ سلنې ته رسیده، حال دا چې د تیر کال په ورته موده کې دا نرخ ۱۵.۳ سلنه وو. په ورته وخت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱.۰۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی؛ په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ ه ش کال په اوږدو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۳.۸۶ سلنه کموالي ښکاره کاوه.

ورپسې د بازار عملیاتو لوی آمر ښاغلي محمد عباس سامح د افغانستان د اسعاري زېرمو د محدودې برخې چې ورته لاسرسي لرو، د اغیزناکه مدیریت په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د معقولو سیاستونو په پلي کولو سره توانیدلي یو د هېواد اسعاري اړتیاوې تأمین کړو.

ښاغلي سامح د افغانستان بانک له هڅو او د هېواد اسعاري زېرمو ته د بشپړې لاسرسۍ لپاره له نړیوالو سازمانونو سره د تخنیکي بحثونو خبر ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دې چارې ته لاسرسی به د هېواد په مالي او بانکي نظام کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.

د دې کنفرانس په بله برخه کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو لوی آمر ښاغلي ډاکټر محمد یوسف سلیم د بانکي نظام د مدیریت او ښه والي، د بانکي قوانینو او مقررو د بیا کتنې او د هېواد له اقتصادي شرایطو سره د هغه د عیارولو، د سوداګریزو بانکونو د کړنو د دوامدارې څارنې او په دې بانکونو کې له شخصي حسابونو څخه د پیسو د ترلاسه کولو د محدودیتونو د له منځه وړلو په موخه د درې کلن ستراتیژیک پلان د ترتیبولو په تړاو خبرې وکړې.  

ښاغلي ډاکټر سلیم د هغو ګټورو بحثونو چې د ۱۴۰۱ مالي کال په اوږد کې له نړیوالو شریکانو سره د بانکي اړیکو او نړیوالو لېږدونو د ښه والي په اړه ترسره شوي وو، یادونه وکړه او د امریکا متحده ایالاتو د خزاندارۍ وزارت ۱۴، ۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۸، ۱۹ او ۲۰ شمېرو عمومي جوازونو ته لاسرسی یې چې د هېواد د اړتیا وړ لومړنیو توکو د واردولو په موخه د پولي لېږدونو د اسانتیا لامل شوی، ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او پرمختیا یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان بانک د تېر کال په اوږدو کې اغېزناکې هڅې کړي چې له ډلې یې کولای شو د صکوکو د قانون د لومړنۍ مسودې چمتو کولو، په اسلامي بانک د کوچنیو پورونو د لومړني بانک بدلولو او د اسلامي بانکوالۍ محصولاتو ته د څو لارښودونو او کړنلارو نهایي کولو ته اشاره وکړو.

په پای کې د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي د غیر بانکي مالي مؤسسو لکه صرافیو، پولي خدمتونو وړاندې کوونکو، د برېښنایي پیسو مؤسسو، د اجارې مؤسسو او اداینیزو مؤسسو د کړنو د تنظیمولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ناصرزي د دې سکتور د کړنو تنظیمولو لپاره د یوې هر اړخیزې طرحې د جوړولو یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د قدرمنې کابینې لخوا منظور شوې چې په رڼا کې یې د صرافۍ او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو له ۲۵۰۰ څخه زیات انفرادي جوازونه لغوه شوي او په بدل کې یې د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته په نویو معیارونو برابر ۸۷۶ شرکتي جوازونه ویشل شوي دي. په همدې ترتیب د صرافیو او پولي خدمتونو پر شرکتونو د بندیزونو د نوملړ برېښنایي کول، د غیر قانوني صرافیو په ګوته کولو او د دوی د کړنو د بندولو په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ د ګډې کمېټې جوړول، د ۷۰۰ څخه زیاتو غیر قانوني صرافیو پېژندل او د تنفیذي اقداماتو ترسره کول او د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو پر وړاندې مبارزه نورې هغه لاسته راوړنې دي چې د افغانستان بانک د ۱۴۰۱ مالي کال په اوږدو کې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان بانک د روڼتیا او حساب ورکونې دا رسنیز کنفرانس د هېواد د ټولیزو رسنیو د استازو په پوښتنو او د افغانستان بانک د مسؤلینو په ځوابونو سره پای ته ورسېد.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر