د غیر بانکي سکتور د انسجام او تنظیم لپاره هلې ځلې دوام لري

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۰:۳۱
د غیر بانکي سکتور د انسجام او تنظیم لپاره هلې ځلې دوام لري

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د یووالي شورا له مشرتابه غړو سره د لیدنو په لړ کې دا ځل د یادې شورا د مشرتابه له یو غړي سره ولیدل او د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د میکانیزه کولو په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

په پیل کې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د میکانیزه کولو او د غیر بانکي سکتور د چارو د انسجام او تنظیم په اړه د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د یووالي شورا مشرتابه غړي خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک له مشرتابه مننه وکړه.

ورپسې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د ښه‌والي او پرمختګ لپاره ژمن دی او تل هڅه کوي چې د غیر بانکي سکتور د ودې لپاره سالمې او معقولې لارې چارې برابرې کړي.

آخرین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۵:۳
Background image

د افغانستان بانک دسترسی عامه به اطلاعات را حق مردم دانسته، جداً رعایت می نماید

کابل، 13 محرم الحرام 1444 در ادامه برنامۀ حساب ‌دهی دولت به ملت، امروز مسوولین د افغانستان بانک، گزارش کارکردها و دستاوردهای یک ساله د افغانستان بانک را در مرکز رسانه ‌های حکومت، با. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

تدویر جلسه معلوماتی جهت یادگیری کار شیوه ترتیب و تنظیم اسناد

جلسه ای در زمینه یادگیری و کار شیوه ترتیب و تنظیم اسناد در آمریت زون ساحوی شرق برای نمایندگی های ولایت لغمان، کنر، نورستان و نمایندگی تورخم با حضور داشت محترم احمدزی توحیدیار معاون زون. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 12 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

9 محرم الحرام 1444 - د افغانستان بانک الی مبلغ (12) میلیون دالر امریکایی را طی داوطلبی به روز دوشنبه مؤرخ 10 محرم الحرام 1444 (1401/05/17) بطور لیلام بفروش می رساند. د افغانستان بانک از. . .

بازگشت به خبر